چین او پاکستان له افغانستان سره د همکاریو د پراخېدو ژمنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63713
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-21

پاکستان او چین هوکړه کړې چې له افغانستان سره به خپلې همکارۍ پراخوي او د افغان سولې د بهیر ملاتړ به کوي. د چین د ولسمشر شي جي پېنګ او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له کتنې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي دواړه لوري په دې باور دي چې په افغانستان کې د بدلون په حال کې وضعیت د سیمې پر امنیت او ثبات فوري غېز کوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دواړه هېوادونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې سره به افغانستان او سیمه کې کې د سولې د رامنځته کولو په برخه کې ګډ کار وکړي. سرچینې دغه راز ویلي چین به له پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د استانبول بهیر د پنځمې غونډې د کوربه توب په برخه کې مرسته وکړي. د چین ولسمشر شي جي پېنګ پرون د یوه ورځني رسمي سفر لپاره پاکستان تللی او پاکستاني اړخ دغه سفر تاریخي بللی دی.