ایوان سیمونویچ د افغان ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63715
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-21

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په افغانستان کې د سړک غاړې د ماینونو له کبله د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. ایوان سیمونویچ له اجرایه مشر ډاکټر عبدالله سره په کتنه کې د ملکي وګړو وژنه د ټولو انساني اصولو خلاف عمل بلل دی. نوموړي په ماینونو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی او ویلي دي چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید اقدام وشي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي که حکومت د بمونو د خنثی کولو په برخه کې نور ګامونه هم پورته کړي له دې اړخه د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې کموالی راتلی شي.