ولسمشرغني: دوه اړخیزه تجارت د افغانستان او ایران هدف دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63716
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-21

ولسمشر اشرف غني وایې جرمي اقتصاد د افغانستان او ایران دواړو لپاره ګډ ګواښ دی. ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشردا څرګندونې پرون په تهران کې د افغانستان او ایران د اقتصادي فعالانو ګډې غونډې ته وکړې او ویې ویل چې مشروع سوداګري باید د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو معیار وي. نوموړي وویل، دوه اړخیزه تجارت زموږ هدف دی او ترهغو چې سوداګري یو اړخیزه وي، جرمي اقتصاد به دوام وکړي.