د پکتیکا والي له افغانانو بښنه وغوښته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63739
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-23

د پکتيکا والي کريم متين له افغانانو او افغان حکومت څخه بخښنه وغوښته. د افغانستان د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي دي چې د پکتیکا والي عبدالکریم متین نن پنج شنبه د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په تالارکې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په تېرو څو ورځو کې، د داعش د ډلې په اړه د ده د څرګندونو له امله ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی. د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي دولت هېڅ وخت د ترهګرو ملاتړ نه دی کړی او همېشه یې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه او مبارزه کې درنې قربانۍ ورکړې دي. د پکتیکا والي زیاته کړه، چې له دې امله، چې د ده د خبرو په عامه ذهنیت کې اندېښنې پیدا کړې دي ، د افغانستان له ملت او دولت څخه بخښنه غواړي د پکتیکا والي د افغانستان خلکو او دولت ته ډاډ ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې به له ټینګ هوډ سره، د افغان دولت د پالیسیو او برنامو تطبیق ته ادامه ورکوي.