علومي: ملي امنيت شورا په پکتيکا کې داعش ته پيسې نه دې ورکړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63740
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-23

د کورنيو چارو وزير وايي، د موظف پلاوي څېړنې ښيي چې ملي امنيت شورا په پکتيکا کې داعش ته پيسې نه دې ورکړې او په دې اړه رسنيو د پکتيکا د والي څرګندونې سمې نه دې خپرې کړې. د راپورونو له مخې، څلور ورځې وړاندې د پکتيکا والي عبدالکريم متين ويلي وو چې د ملي امنيت شورا په دغه ولايت کې د داعش ډلې کورنيو ته دوه سوه زره امريکايي ډالر ورکړي دي. د يادې موضوع د څېړلو لپاره د ملي امنيت شورا په غونډه کې د کورنيو چارو د وزير نورالحق علومي په مشرۍ يو پلاوى وټاکل شو. د کورنيو چارو وزير نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې پلاوي د يادې موضوع د څېړلو په موخه دوې غونډې جوړې کړې او څېړنې يې روانې دي. هغه زياته کړه: "هغه څه چې تر اوسه پورې موږ ته روښانه شوي، دا دي چې د تېر کال د زمري په مياشت کې د وخت د دولت له لوري په پکتيکا ولايت کې له کډوالو سره د مرستې د وېشلو امر ورکول شوى و او په پکتيکا ولايت کې د مرستو د وېش پر مهال د نورو دولتي ارګانونو تر څنګ د پکتيکا د وخت والي هم حاضر و." د علومي په وينا، هغه مهال چې د دولت له لوري په پکتيکا کې مرستې وېشل کېدې، په افغانستان کې د داعش په نوم کومې ډلې شتون نه درلود. هغه دا هم وويل چې رسنيو د پکتيکا د والي څرګندونې په سمه توګه نه دې خپرې کړې او د والي د څرګندونو موخه دا وه چې يو شمېر هغو خلکو به هم له يادو مرستو ګټه پورته کړې وي چې له ځينو ډلو سره تړلي دي.