وسله والو په میدان وردګو کې د یوه مخابراتي شرکت بل انتن هم سوځولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63742
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-23

چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د يوه مخابراتي شرکت بل انتن هم سوځولی دی . د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي چې دغه انتن د سيداباد ولسوالۍ په منګلي سيمه کې سوځول شوی دی. نوموړي زياته کړه، سوځول شوی انتن د روشن مخابراتي شرکت اړوند و چې تېره شپه ورته د دوو موټرسايکل سپرو له خوا اور اچول شوی او په بشپړ ډول له منځه تللى دى.