۹ ایراني بېړۍ د یمن له اوبو پر شا شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63743
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-24

د امریکا دفاع وزارت د یمن له اوبو د ایراني جنګي بېړيو له شاتګ څخه هر کړی دی. ۹ ایراني بېړۍ چې څو ورځې د یمن په اوبه کې وې پر شا شوې او د امریکا دفاع وزارت ویلي داسې ښکاري چې ایران دغه ګام د کړکېچ د کموالي لپاره کړی دی. تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو دوی شک لري چې په دې بېړیو کې د یمن حوثي یاغیانو ته پرمختللې وسلې لېږدول کېدې.