په کراچۍ کې د بلوچانو یوه فعاله وژل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63744
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-24

د بلوڅانو د حقونو یوه فعاله سبین محمود په کراچۍ کې وژل شوې ده. نوموړې چې د (سیکنډ فلور) په نامه د بحث یوه ټولنه یې جوړه کړې وه له یوې غونډې وروسته له خپلې مور سره د کور په لور روانه وه چې برید پرې وشو. سبین په دغه ټولنه کې د هغو بلوڅانو د خلاصون لپاره کمپاین کاوه چې په پاکستان کې نادرکه کېږې. نوموړې له مړینې یوازې دوه ساعته مخکې پر انسټاګرام خپل انځور خپور کړی و چې نوموړې په کې د سیکنډ فلور ودانۍ کې د (د بلوچستان چوپیتا له منځه وړل) تر نامه لاندې غونډه کې یې ګډون کړی و.