ولسمشرغني له وسله والو مخالفینو غوښتي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63745
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-24

ولسمشر اشرف غني له وسله والو مخالفینو یو ځل بیا غوښتي چې له حکومت سره د سولې خبرې وکړي او په وضاحت ووايي چې غوښتنې یې څه دي. ده ویلي که مخالفین دا کار ونه کړي افغانان به په ګډه او یو موټي ډول د وسله والو پر وړاندې ودرېږي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر غني له دیني عالمانو سره په کتنه کې ویلي چې روان کال د افغانانو لپاره ستونزمن دی، ځکه د ده په وینا د جګړې بڼې بدلون موندلی دی. ولسمشر غني ویلي اوس د دې وخت راغلی چې د افغانانو او نړیوالو ترهګرو ترمنځ توپیر وشي او هغوی چې ځان د دې خاورې بولي او سیاسي مخالفت لري له حکومت سره دې خبرې وکړي او واضیح دې کړي چې څه غوښتنې لري.