هند افغانستان ته درې چورلکې ورکړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63746
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-24

د هند دفاع وزارت ویلي چې په روانه میاشت کې یې افغانستان ته درې چورلکې له ټولو وسایلو سره ورکړي دي. دغه څرګندونې د هند په دفاعي چارو کې د دولت وزیر راو انډرجیټ سنګ د خپل هیواد پارلمان ته کړې او زیاته کړې چې دا چورلکې یې له افغانستان سره د دفاعي همکاریو یوه برخه ده. هغه زیاته کړې چې د هندوستان د هوایي چلند د زده کړو ادارې وړاندیز کړی و، چې افغانستان ته په دفاعي همکاریو کې باید د چیتال په نامه درې چورلکې ورکړل شي، چې حکومت دغه وړاندیز ومانه. د نوموړي په وینا، دغه درې چورلکې له ټولو وسایلو سره د هند د بهرنیو چارو وزارت سره د یوه قرارداد له مخې افغانستان ته ورکړل شوي دي.