زورواکو په پروان کې زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63747
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-24

د پروان د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي زورواکو د دې ولسوالۍ په باریک اب سیمه کې د پنجشېر د بې ځایه شویو په نوم زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده. دوی وايي حکومت په دې سیمه کې د پنجشېر هغو کورنیو ته د ځمکو د ورکړې پرېکړه کړې چې تېر ژمنی د اورښتونو له کبله زیانمې شوې، خو زورواکو د بې ځایه شویو په نوم ځمکې غصب کړې او زرګونه خېمې یې په کې درولې دي. خلک وايي غصب شوې ځمکې دولتي دي، خو د سیمې خلکو په کې للمي کرل او دولت یې مالیه ورکوله. د سیمې د اوسېدونکو په وینا د دې ځمکو ډېری غاصبین د پنجشېر، پرون او بغلان ولایتونو زورواکي دي.