چین: په افغان جګړه کې ښکېلې غاړې دې د خبرو له لارې مخ ته ولاړې شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63748
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-24

چین د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو په غبرګون کې د افغان جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د خبرو له لارې د سیاسي حل د ترلاسه کولو هڅه وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هونګ لي په پیکینګ کې یوې خبري غونډې ته ویلي چین باوري دی چې د افغان ستونزې د حل حقیقي حل لاره خبرې اترې دي. ده ویلي هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان له لوري د پخلاینې د وړاندې شوي بهیر ملاتړ کوي او په بېلابېلو افغان خواوو ږغ کوي چې د خبرواترو له لارې د سیاسي حللارې د موندلو هڅه وکړي. ده دا هم وویل چې چین په دې برخه کې د رغنده رول لوبولو ته تیار دی. په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي چې چین له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره اړیکې ښې او اقتصادي ارتباطات پراخ کړي. د پاکستان دي نیوز ورځپاڼه وايي چې پاکستان د چین له غوښتنې وروسته پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره خپلې تجارتي لارې، چې اوس ۴ دي، ۱۶ ته زیاتې کړي.