د ارزګان سرپرست امنيه قوماندان په مرموز ډول ووژل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63755
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-26

د ارزگان د امنيه قوماندانۍ سرپرست ګلاب خان تيره شپه په مرکز ترينکوټ کې ووژل سو پيښه تيره شپه نهه نيمي بجې د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د سرخوم مانده په سيمه کې رامنځ ته سوې ده . د ارزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې ، چې په سيمه کې سرپرست امنيه قوماندان او د هفه يو ملګری د ناپيژاندو وسله والو له لوري وژل سوي دي ، د ناياب په وينا د نوموړي وژونکي تر اوسه نه دي معلوم خو د هغه يو ساتونکی چې د ده سره ملګری نيول سوی دی او تر پوښتنو لاندي دی . يوه باوري سرچينه وايې ، چې نوموړی خپل ساتونکي د تومانچې په ډزو وژلی دی خو د ساتونکي له لوري د هغه وژنه تر اوسه نه ده تايد سوې . ګلاب خان د ارزګان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير وو او کله چې د ارزګان امنيه قوماندان مطيع الله خان تيره مياشت په مرموز ډول ووژل سو نوموړی د امنيه قوماندانۍ سرپرست سو . د ګلاب خان د وژني مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .