افغان حکومت له علماوو غوښتي چې له هېواده د دفاع په برخه کې خپله دنده پر ځای کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63758
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-27

افغان حکومت پر علماوو، ولسونو او مدني ټولنو غږ کړی چې له هېواده د دفاع په برخه کې خپله دنده پر ځای او دغه کار یوازې امنیتي ځواکونو ته پرې نه ږدي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هېوادوال باید ملي یووالی حفظ کړي او د اسلام د لارښوونو په رڼا کې، د خپلې ملي او ديني وجيبې په ترسره کولو د انسان وژنې او فساد روانې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي. سرچینې ویلي چې د افغانستان حکومت خپلو خلکو ته ډاډ او دښمنانو ته خبرداري ورکوي چې ملي امنيتي ځواکونه په داسې حال کې چې د سولې الهي اصل او انساني ارزښت ته ژمن دي، د خپل ملي او ديني ناموس د ساتنې لپاره د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د هر ډول ګواښ د مقابلې وړتيا او زړورتيا لري.