د کندهار د عامي روغتيا رييس په غلچکي بريد کې ټپي سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63763
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-27

ناپيژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د دې ولايت د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په ډزو ټپي کړ . پيښه نن ماخستن شاوخوا اته بجې د کندهار ښار د ده خواجې په سيمه کې هغه وخت رامنځ ته سول چې نوموړی خپل کور ته په موټر کې په لاره وه . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې نوموړي په مرمۍ نه دی لګيدلی او جوړ دی خو باوري امنتي سرچينه وايې چې نوموړي په اوږه او لاس کې لګيدلی دی او ټپي دی . د کندهار د ميرويس روغتون يوه باوري سرچينه هم د هغه د ټپي کيدو خبره کوي او وايې چې تر جدي تداوي لاندي دی . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .