د سعودي پاچا خپل وراره ولیعهد ټاکلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63771
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-29

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د دې هېواد په شاهي کورنۍ کې یو شمېر بدلونونه اعلان کړل. نوموړي خپل کشر ورور د ولیعهد له څوکۍ لرې او پرځای یې خپل وراره شهزاره محمد بن نایف د نوي وارث په توګه ټاکلی. د سعودي دولتي ټلویزیون د خبر له مخې؛ شهزاده محمد بن سلمان د ولیعهد د مرستیال او عادل الجبیر یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکلي دي. فیصل د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ کې دې دندې ته نومول شوی وو او په دې ډول د نړۍ په سطح یې د بهرنیوچارو د وزیرپه توګه ترټولو اوږده موده کار کړی دی. په سعودي عربستان کې دغه ډول بدلونونه کله نه کله د تیلو پربیعې اغیز کوي، ځکه دغه هېواد د نړۍ د تیلو ترټولو ستر صادروونکی هېواد دی.