امنیتي چارواکي وایي په کندوز کې یې ۳۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63772
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-29

د کندوز چارواکو په داسې حال کې د ٣٤ وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي بې له ځنډه د عمليات پيلېدو غوښتنه کوي او وايي چې که عمليات ونه شي نو ولايت به له سقوط سره مخ شي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله د هغوى پر سنګرونو د ملي اردو د هاوان لګېدو او وسله والو نښتو په ترڅ کې اوښتې ده. هغه زياته کړه چې په دې پېښو کې ٢٥ وسله وال په چهادرې ولسوالۍ او د کندوز ښار په باغ شرکت او ٩ نورو ته د دغه ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دولت ١٣ وسله وال مخالفين په باغ شرکت سيمه کې د ملي اردو د هاوان لګېدو له امله وژل شوي او مړي يې د پېښې په ځاى کې پاتې دي. هغه وويل چې ١٢ نور مخالفين هم د چهار درې ولسوالۍ په سرک بالا سيمه او قصاى کلي کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند په علي اباد کې د وژل شوو او ټپيانو شمېر ٩ تنه وښود او زياته يې کړه چې امکان لري د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې کچه له دې هم لوړه وي. د حسيني په خبره، دا مرګ ژوبله له تېر مازديګر راهيسې اوښتې او د ځانګړې قطعې يو سرتېرى هم وژل شوى خو نورو ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى. خو کندوز اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې بې له ځنډه چاڼيز عمليات پيل کړي.