وسله والو په زابل کې ۲ پولیس وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63774
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-29

د زابل په مرکز قلات کې وسله والو دوه پولیس وژلي دي. د زابل د سرپرست والي ویاند وايي دغه کسان پرون له غرمې وروسته په مرکز قلات کې هغه مهال د وسله والو تر برید لاندې راغلل چې خپلو ملګرو ته یې خواړه لېږدول. دی وايي چې د دواړو ترمنځ یوه لنډه نښته رامنځته شوه چې په پایله کې یې دواړه پولیس ووژل شول او دوه وسله وال طالبان ټپیان شول.