امریکا لا هم نه پوهېږي چې څومره افغانان د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63775
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-29

نیوزويک د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د ځانګړي سر پلټونکي له قوله ویلي چې تر ۱۳ کاله روزنې او تمویل وروسته امریکا لا هم نه پوهېږي چې د ملي اردو او پولیسو څومره عسکر د طالبانو پر وړاندې جنګېږي او دوی په دې جګړه کې څومره اغېزناک دي. سرچینې ویلي نه امریکا او نه یې هم افغان همکاران په دقیق ډول پوهېږي چې څومره افغان عسکر او پولیس خپلو دندو ته حاضرېږي.