سیګار: د تېلو او نفتو په برخه کې له افغانستان سره شوې مرستې د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63776
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-29

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې سرپلټونکې ادارې يا سيګار په خپل وروستي راپورکې ویلي چې د امريکا له خوا د افغانستان د ګاز او تيلو برخې ته ورکول شوي لسګونه میليونه ډالر له خطر سره مخ دي. سيګارپه خپل راپور کې چې پرون يې خپورکړی دی، ويلي ۴۸۸ میليونه ډالر چې د امريکا د دفاع وزارت او د امريکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې د افغانستان د ګازو او تيلو د برخې د تقويه کولو په مقصد ورکړل شوي، د امريکايي ادارو ترمنځ د هماهنګي د نشتوالي له کبله، له خطرسره مخ دي. د سيګار په وينا، په کابل کې د امريکا سفارت د يو شمېر مصارفو په اړه لا خبر نه دی.