چارواکي: افغان ځواکونو په زابل کې یو شمېر سیمې له وسله والو نیولې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63779
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-29

دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو په زابل کې زیاتې سیمې له وسله والو مخالفینو نیولې او په خاک افغان ولسوالۍ کې د یو دیرشو تښتول شویو مسافرو سیمې ته ورنږدې شوي دي. په زابل کې د افغان ځواکونو له لوري د بدر په نوم د پيل شویو پوځي عملیاتو یوه اونۍ تیریږي او د دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونه توانیدلي د خاک افغان په ولسوالۍ کې د هغو ۳۱ تښتول شویو مسافرو سیمې ته ور نږدې شي چې څه باندې دوې میاشتې مخکې په دغه ولایت کې تښتول شوي وو. د دفاع وزارت مسولین وايي، دوی تر ډېره کوښښ کوي چې د روانو پوځي عملیاتو په جریان کې تښتول شویو مسافرو او په سیمه کې د نورو ملکیانو ژوند ته خطر پيښ نه شي.