د کندوز والي وایي چې وسله وال یې پر شا تمبولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63780
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-29

د کندوز والي وايي چې له کابل او مزار شريف څخه تازه دم ځواکونه ورسېدلي او وسلوال مخالفين يې په شا تمبولي دي. له تېرو څو ورځو راهيسې د کندوز ولايت په مرکز، قلعه زال او امام صاحب ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلوالو مخالفينو د ولايت د مرکز اړونده د ګورتېپې ځينې سيمې هم نيولې دي. د کندوز والي محمد عمر صافي وايي چې د تازه دمو ځواکونو په عملیاتو کې په قلعه زال ولسوالۍ کې ١٦ تنه وسلوال مخالفين او په امام صاحب ولسوالۍ کې ديوه قوماندان په ګډون ٢٧ وسلوال مخالفين وژل شوي دي. د کندوز والي وايي چې وسله والو مخالفينو د ولايت د مرکز ګورتېپې يو شمېر سيمې نيولې دي، خو نوي راغلي ځواکونه به یې بېرته ترې ونیسي.