کندهار ښار: په غلچکي بريد کې د ملي امنيت يو کارمند ووژل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63782
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-30

ناپيژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د دې ولايت د ملي امنيت يو کارمند په ډزو سره سخت ټپي کړ او وروسته يې په روغتون کې سا ورکړل . پر هغه بريد نن سهار اته نيمي بحې د کندهار ښار د اولي ا او دوهمي امنتي حوزو تر منځ د هرات دروازې په سيمه کې وسو . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې نوموړی لمړی ټپي وو او دا چې ټپونه يې سخت وه په روغتون کې سا ورکړل . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی . وړمه ورځ د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم په ورته بريد کې ټپي سو .