په کندهار کې ځانمرګي بريد يو پوليس ټپي کړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63783
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-30

بريد نن شاوخوا يوولس بجې د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ پر لاره د ارغستان د پله په سيمه کې وسو . د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چې بريدګر لمړی پوليسو وپيژانده او ورته د دريدو امر يې وکړه ، خو بريدګر موټر ته چاودنه ورکړل چې له امله يې خپله ځانمرګی بريدګر له منځه ولاړ او يو ملي پوليس يې ټپي کړ . بريدګر په سپين رنګ کرولا موټر کې وو او دا چې هدف به يې څوک وو تر اوسه نه دی څرګند . امنيه قومانداني وايې ، چې په پيښه کې بل چا ته زيان نه دی رسيدلی .