شنونکي: امریکا د افغان پوځ د پیاوړي کېدو مخنوی کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63804
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-01

شنونکي وايي امریکا له یو لوري افغان پوځ په اړینو وسلو نه سمبالوي او له بل لورې روسیې او یا یو شمېر نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي، چې افغان امنیتي ځواکونه تجهیز کړي. درې ورځې وړاندې په کابل کې د روسیې سفیر وویل، چې د افغانستان او روسیې تر منځ تسحلیاتي همکاري د ۲۰۱۴ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د نا معلومو دلایلو له امله ځنډېدلې. سفیر الکساندر منتیسکي ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز خورا مهمه مسئله ده او که لوېدیځ هېوا...