کله کله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63830
زرمینه عظیمی‎
دخبریدو نیټه : 2015-05-05

 

په زړه مې راځې الهامونه کله کله
 ستا د مینې دګ لوظونه کله کله
 زه پښتنه یمه سوال د مینې نکوم
 ته خو رالیږه پیغامونه کله کله
 همدا به مو یادګار شې د مینې
 پست وه خپل انځورونه کله کله
 پوهیږم چې د دود په بند ګیر یو
 دیدن لپاره ماتوه دا دودونه کله کله
 زه که لور خپل دبابا یمه نشمه وتلې
 ته خوپرموږ لوریه دیدونه کله کله
 زه به وکړم ستا دیدن پاس له بامه
 که هرڅّه واورم پیغورنه کله کله
 دا پیغورنه به ومنم هله چې ته
 راکړي د مینې دیدونه کله کله