ولسي جرګه نه، د معنوي جرګه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63854

دخبریدو نیټه : 2015-05-07

لیکوال: انجنیر ماڼو ساپی


 ټول وطنوال په دې پوهیږي چې اجرائيوی چوکۍ په اساسي قانون کې نه شته او نه کوم قانوني حیثیت لری کوم وخت چې ولسي جرګه په ژمنۍ رخصتۍ تلله، ګڼ کارونه یې وکړل،یو کار چې د ولسي جرګې مشر په ډیر مهارت او تخنیکي غولونه وکړ او ما يې دغه غولونه او فریب کشف کړه.
هغه دا چې د ولسي جرګې مشر د اجرائیوی چوکۍ له پاره د بودیجې په هکله د وکیلانو رایه اخیسته او خپلې خبرې یې په دې جملو چې ما یې پښتو ژباړه راخیستې ده پيل کړې (اجرائیوي چوکې له پاره بودیجوي واحد منئ او که په تعلیق یې اچوئ؟ کارتونه اوچت کړي،د کارتونو د شمېرنې څخه یې وروسته وویل:
د رایو په اکثریت وځنډېده.
په کار خو دا وه چې د ولسي جرګې مشر داسې ویلې وای:
ایا اجرائیوي چوکۍ له پاره بودیجوي واحد مني او که نه، کارتونه پورته کړئ؟
 دتېرې (شنبې) په ورځ ۱۳۹۴-۲-۵ نېټې سره سمون خوري ، ولسي جرګي غوښتل چې د مالي وزیر استیضاح کړي په همدې موخه وکیلانو د جرګې د تالار په درشل قدم ایښودی و.
کله چې ابراهیمي ګوري. وکیلان زیات شمېر راغلي دي ،نو له موقع څخه په ګټه اخیستنه یې له اجرائیوی رئیس سره دمیټنګ په اساس یې د یادې خیالي او نا قانوني چوکۍ د بودیجې موضوع چې په تعلیق اچول شوې وه بیا رامخې ته کړه . وکیل صاحبان چې زیات یې دمعنوي په مټ د ملت کور ته ننوتي دي. پر ځای ددې چې دغه ناقانونه کړنه ترسره کړي، ځانونه افغان ملت ته خندنې نه کړي او خپل نیم ژوبله حیثیت وساتي په ډير شرم او خجالت دغه بو دیجوي واحد داجرائیوي رئیس په زړه تائید کړ په داسې بڼه چې اجرایوي ریاست تشکیل نه لري او بودیجه ورته په نامحدوده توګه پاس شوه.
که د یادې جرګې پریکړو ته ژور وګورو ،داسې جوتیږي چې ولسي جرګې خپل حیثیت په خپل لاس په زمکه ویشتی دی،د لوی اکثریت بڼه يې په یوه لوري څرخیږي او د اصلې محور بڼه یې یوې خاصې ډلۍ یا کړۍ ته ورکړې ده، ملت او ملي ګټې یې له پامه غورځولي دي،که سړی لږ ځير شي ولسي جرګه د یوه قانون له پاس کېدو سره دلچسپي نه ښیئ او هغه د سرشمېرنې قانون دی ، یاد قانون له ډیر وخته همداسې بې حسابه او بې کتابه پروت دی.
د سر شمېرنې قانون کې لویه ستونزه چې همدوی رازیږولې ده داسلامیت او افغانیت موضوع ده او ...
که چېرته ولسي جرګه په ریښینې مانا ولسي جرګه وای په بريښنايي پېژند پاڼه کې به یې د اسلامیت او افغانیت د کلمو په وړاندې د مشخصو ډلو او کړیو په نغوته دومره لوی جنجال نه جوړه او نه د دومره سرخوږي وړ موضوع وه ځکه د افغانستان اساسي قانون په صراحت سره د افغانیت موضوع درج کړې ده.دافغانیت کلمه د هیواد لپاره ملي، حیاتي او د هېواد د لوی جسم یوه نه بیلیدونکي برخه ده.
د پورته موضوع په اړه ولسي جرګه ډیره غافله او بې پروا نه ده ، بلکې داسې پلان ورکړل شوی و چې د ملي هویت او ملي مسایلو په لمنځه وړلو کې باید ځنډ ونه کړي.اصلأ دغه یو اړخیزه او ملي ضد کړنې موږ ته دا په اثبات رسوي چې یاده جرګه دهغو مسلو په اړه جدي ده چې صراحتآ ورته په غوږ کې ویل شوي وي لکه د اجرائیوي چوکۍ بودیجوي واحد، ددوه ګونې تابعیته وزیرانو ته په یوه خوله رایه ورکول او...
لنډه دا چې زما له انده اوسنۍ جرګې ته د ولسي جرګې ویل په حقیقت کې د دغه لوی قانوني او مشروع بنسټ شان ته سپکاوی دی. ښه به دا وي چې تر دې وروسته یې د ولسي جرګې پر ځای په معنوي جرګه تعویض شي.
په درنښت