امن هله راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63918
محمدعلی عمری
دخبریدو نیټه : 2015-05-15


 غزل
 که سره یوځاي شي وګړي امن هله راځي
 توري پرځای کښیږدي زوي مړي امن هله راځي
 دازاد ژوند لپاره شرط وي لومړﺉ دا خبر ه
 چي له پښوخلاص کړو سره پړي امن هله راځي
 هرې تیارې ته یې روڼاوي لکه لمر داسمان
 سي چاقلم کتاب خپل کړي امن هله راځي
 دخدای په روی ددې زخمی زخمی وطن په خاطر
 درځﺉ معاف کړوپوروړي امن هله راځي
 خپلي توبې چی داخلاص په غیږکي ونیسو او
 خیرات خیرات پاخه کړو غړي امن هله راځي
 خالقه نور دعمری په خپل وجود وطن کښي
 کړه دواړه لوري دجنګ ستړي امن هله راځي

 په درناوي
 
 سهیلي پښتونخوا مسلم باغ