مڼې ګل دې خدای وبښي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63926
اصغر وردګ
دخبریدو نیټه : 2015-05-15


ميدان ښار ته ورسېدم، مخامخ د غازي کريم خان تالار په لور مخ پورته روان شوم. څوارلسمې مڼې ګل ته ځم. د تالار مخې ته ورسېدم هېڅوک نه ترسترګو کېدل فکر مې وکړ مشاعره به لغوه شوې وي. زه به تېروتی يم دا څنګه کيسه ده دلته خو هېڅوک هم نشته، څو موټره ولاړ دي او شاوخوا څو کسه پوليسان ښکاري.
فکر مې لس کاله وړاندې وخت ته لاړ هغه وخت چې موږ په چک ولسوالۍ کې مشاعرې جوړولې، هلته به څومره ګڼه ګوڼه وه، څومره ښه فضا او څومره ډېر خلک به آن له لرو لرو ولايتونو څخه راتلل. په هر صورت تالار ته ننوتم، له سختې تالاشۍ الله روغ وويستم. په تالار کې څو کسه د ګوتو په شمار په څوکيو ناست و، هغه هم څو کسه سپين ږيري او څو کسه هم د ولايت مامورين و. نور په تالار کې د لسو ځوانانو په شاوخوا د نظم له پاره اخوا دېخوا ګرځېدل.
يو کس د مخې په کتار په مخه کې د کېناستو راته وويل خو دا چې له مشاعرې زړه مې نه منله چې مشاعره دې وشي، شا څوکيو ته لاړم. په شا کې څو کسه ميداني ځوانان ناست و، ويښ کسان راته ښکاره شول، ترې ومې پوښتل:
 دا څنګه کېسه ده بېل بورډ مو لګولی خو مشاعره درک نه لري؟
 هغوی يو بل ته وکتل بيا يې په خندا وويل:
 د خوګياڼي او اورنګ د لانجې له امله کیسه دا ډول ده.
څه ډول لانجه، بيا لانجه تر مشاعرې پورې څه اړه لري؟
يو کس چې کوم وخت مې کومه اداره کې د مامور په توګه ليدلی و راته وويل:
والي غوښتل چې د ولايت د ټولو رييسانو په ګډه يوه هېواد شموله مشاعره جوړه کړي، خو مختار صیب ورته وويل چې نورې ادارې دې د مشاعرې په چارو کې کار نه لري. زه پوهېږم او کار مې چې د مشاعرې پيسې څنګه، څه ډول او چېرې لګوم. تر دې چې والي ورته وويل نو چې داسې ده ته پوه شوه او کار دې هر ډول يې چې ډزوې نور زه کار نه در لرم، خپله يې جوړه کړه.
په وچه څوکۍ له ډېر کيناستو هم ستړی شوم. لاړم چې لږ پښې خلاصې کړم. وخت ۹:۴۵ بجې دي خو تر اوسه په تالار کې پنځوس کسان هم نه ښکاري، د تالار د دروازې په لور لاړم، د تالار مخه کې څو نورو کسانو هم د همدې موضوع په اړه خبرې کولې چې ولې د مشاعرې خبرتيا ناوخته خپره شوه. يو کس د اطلاعاتو او کلتور د يوه مامور له خولې وويل چې د کلتور رييس دوی ته ويلي و چې د مشاعرې خبرتيا به د شنبې په مازيګر ناوخته خپروي ځکه چې دوی نه غواړي ډېر خلک مشاعرې ته راشي دوی يوازې غواړي چې له دې مسوليت نه ځان خلاص کړي او خلکو ته وښيي چې دا ده مشاعره مو جوړه کړه.
رښتيا زه هم د شنبې په مازيګر ناوخته د اورنګ د خبر له مخې خبر شوم، هغه ليکلي و چې مشاعره په تاسې لا ښکلې کېږي، په دې معنی چې که موږ ورنه شو هم به مشاعره يوازې په ده مبارک ښايسته وي.
 
بالاخره مشاعره پيل شوه د شاتنيو څو ميدانيو ځوانانو خبرې کره وختې والي صیب مشاعرې ته تشريف رانه ووړ. هزاره مرستيال يې د والي په ځای خبرې وکړې. د څو کسانو له وينا وروسته شعرونه ويل پيل شول خبر ورکړل شو که څوک شعر لري مخکې ناستې کمېټې ته دې شعر تسليم کړي خو زما زړه مخکې له مخکې له شعر ويلو تور شوی و. د شعر پاڼه مې هماغسې په جېب کې وساتله.
په تالار کې به ټول د دوه سوه کسانو په شاوخوا کې ناست و چې ډېری د لنډې سيمې خلک د نندارې له پاره راغلي و له کابل څخه خال خال کسان راغلل، له نورو ولايتونو خو د چا څرک هم نه لګېده. کوم کسان چې د ننګرهار، کندهار، پکتيا او نورو ولايتونو د شاعرانو په نوم ستيج ته راغلل يا ميدان ښار کې اوسېدونکي او يا هم له کابل څخه ورغلي و.
ډېر مې زړه غوښتل ستيج ته ورشم هلته ټولو ته چيغې کړم چې دا هغه مڼې ګل نه ده چې د چک ځوانانو لس کاله وړاندې پيل کړې وه، دا هسې د مڼې ګل مشاعرې نوم بدول دي دا هسې په شعر او ادب ملنډې دي، دا هسې زموږ د تاريخي ادبي غونډې له منځه وړل دي.
هلته مې شيخ آباد د ډاکټرې روشنکې په باغ کې مشاعره، د کولک د کلي په شنو باغونو کې د ۱۳۸۳ کال مشاعره، د عمر فاروق په ليسه کې څو مشاعرې او د لنګر په دارالايتام کې لومړۍ او څو نورې مشاعرې سترګو ته ودرېدې.
لازمه ده چې په هره مشاعره کې د مڼې ګل د مشاعرې د بنسټ اېښودونکي نوښتګر، بااستعداده او لايق ځوان مصطفی حماس يادونه او درناوی وشي، خو اوس په لوی لاس د هغه نوم هم نه اخيستل کېږي آن چې د کلتور رييس به خبر هم نه وي چې د مشاعرې بنسټ اېښودونکی څوک دی.
د مشاعرې په پای کې هم د حاجي او ملا کيسه تکرار شوه، له څو کسانو پرته چې د ډالۍ وړ و او باید ډالۍ ورکړل شوې وای، نور د مشاعرې په ستېج راګرځېدونکو ټولو يو بل ته د ډاليو په توګه چپنې ور واغوستې او يو بل ته يې پګړۍ ور وتړلې، مه ترا حاجي ميګم اما تو مرا ملا ميګي. په همدې يې مشاعره پای ته ورسوله.
که رښتيا دوی غوښتی چې مشاعره د پخوا په څېر منظمه، ځلانده او په پوره معنی د يوې ادبي غونډې په څېر وي نو کولای يې شول چې له مشاعرې يې څو ورځې وړاندې خبر خپور کړی وای، خلکو ته يې خبر ورکړی وای خو د شنبې له مازيګر مخکې يې له څو محدودو ملګرو پرته نور چاته څه هم نه و ويلي.
زه هم ډېره پلټونکې روحيه لرم. له مشاعرې چې راغلم لږ مې فیسبوک ته سر ورښکاره کړ. دا چې رييس له نژدې نه پېژنم، له همدې امله مې يې پاڼه وکتله. په پاڼه مې يې له ځينو کسانو سره د خبرو  او نظرونو تبادله وليده چې د يو رييس له شان سره نه ښايي.
«موږ مشاعره درته جوړه کړه.
در جوړوو يې.
 دا زما کار دی چې څنګه يې جوړوم.
 ښاروالي دې خپل سړکونه پاکوي،
د والي يې څه چې زما په کار کې کار لري.»
د نوري په نوم يو کس د ګيلې په توګه ورته ليکلي چې بايد له مشاعرې څو ورځې مخکې خبر خپور شوی وای څو ډېر کسان خبر شوي وای، رييس اورنګ ورته ليکلي:
 
د خپلې ادارې لوړه ويل او په بله اداره ملنډې وهل د يوه رييس له شان سره نه ښايي، ښاروالي دې خپل سړکونه پاکوي او جارو کوي. که ښاروالۍ سړکونه پاکوي او جارو کوي هم يې زما او ستا له پاره کوي، دا د کوم بل چا له پاره نه کوي، که ته مشاعره جوړوې هم يې د همدې ښاروالۍ د کسانو او نور ملت له پاره يې جوړوې نو بيا «ما جوړه کړه» څه مانا ولې يې په خلکو خرڅوې.
د نوموړي په کمينټونو کې مې ډېرې نورې نادودې هم ولوستې چې له تاسې سره يې د ثبوت په توګه شريکوم:
 
 آيا اورنګ مختار د ښاروالۍ له ادارې سره کومه دښمني لري که څنګه؟
 هغه نوري ته وايي چې ته خو څه د ښاروالۍ د مدافع وکيل نه يې، يوه اداره بايد له بلې ادارې سره همغږي ولري کنه، زموږ په دولتي چوکاټ کې ډېرې ستونزې رامنځ ته کېدای شي.
د ادارې يو مشر بايد څه ډول شخصيت ولري؟
آيا د خلکو په ځواب کې هغه ته قناعت ورکړي او که يې سپک کړي، لکه په پورته کمینټ کې چې وايي، (ته خو به ښځه نه وې چې سورخي او پوډر دې وهل) د يوې ادارې له مشر سره دا ډول چلند نه ښايي که دا زموږ د کلتور رييس وي نو ډېره د افسوس خبره ده، خدای دې پر موږ ورحمېږي يو څوک چې خپله بې فرهنګه او بې کلتوره وي هغه به څنګه کلتور او فرهنګ ته کار وکړي.
اورنګ وايي چې د مشاعرې له پاره يې ۵۰۰ کسانو ته کارتونه وېشلي او ۸۰۰ کسانو ته يې هم د ټليفون له لارې خبر ورکړی. دا ټول دروغ دي ځکه چې زه د وردګو تر سلو ډېر شاعران او ليکوال پېژنم چې ډېری يې نه له کارت او نه هم له ټليفون خبر دي.
ښه نو چې داسې ده څه اړتيا وه چې مشاعره جوړه کړي، له بې رقمه او کمزوري کار څخه خو يې نه کول بهتره و. موږ که مڼې ګل مشاعره غواړو د خوشالۍ له پاره يې غواړو، همدا اوس زه چلنج درکوم د مڼې ګل بنسټ اېښودونکی په کابل کې اوسېږي ورشئ پوښتنه ترې وکړئ چې د مڼې ګل له مشاعرې خبر و. نو چې هغه خبر نه وي څوک خبر دي، معلومه ده چې د کلتور د هغه کس وينا چې د شنبې تر مازيګره بايد اعلان ونه شي سل په سله سمه ده.
د اورنګ پاڼې ته مې لږ سر ورښکته کړ، د لغمان والي اقبال عزيزي چې له خلکو يې نظر غوښتی و چې آيا د وردګو ولايت ته د والي په توګه لاړ شي او کنه؟ رييس صیب مختار په ډېره زړورتيا ورته ليکلي چې دی د ده ځوانان او فرهنګيان به يې په خدمت کې وي او بشپړ ملاتړ به يې وکړي.
په داسې حال کې چې همدا ولايت تر اوسه والي لري، نو د ولايت يوه رييس ته څه اړتيا وه چې يو چا ته وايي چې راشه زه درسره خدمت کې يم. دلته دا خبره هم په ثبوت ورسېده چې اورنګ له والي سره بشپړه لانجه لري.
په پاڼه کې مې وليدل چې هغه غريب په دې وختونو کې فرهنګي کارونو ته هېڅ خوشې نه دی. هغه دې ورځو کې د خپل نوي وزير په غوړه مالۍ دومره بوخت دی چې هرڅه ترې پاتې دي.
 
موږ د چا مخالفت نه کوو چې هغه دې د چا ملاتړ وکړي او يا يې دې ونه کړي، جهاني باندي موږ هم خوشاله يو. خو داسې نه چې خپل اصلي کارونه ترې پاتې وي او ټوله ورځ په همدا ډول کارونو بوخت وي.
نو په پای کې ویلای شم که زموږ فرهنګي غونډې د داسې لانجو او دسيسو ښکار وي، نو مڼې ګل دې هم خدای وبښي، مڼې ګل چې کومو کسانو پيل کړې وه او کومو کسانو زحمت په کې ويستی و، هغه ډېر بااستعداده او ډېر د لوړ فکر خاوندان و، هغوی مڼې ګل افغان شموله کړې وه، له هر ولايت څخه به ډېر کسان ورته راتلل. له کابل به چک ولسوالۍ ته څو کاسټره کسان تلل، خو اوس دا هېڅ هم نشته اوس د داسې کسانو لاس ته لوېدلې چې آن له خپلو همکارانو سره هم همغږي نه لري، آن خپل مخامخ رييس (والي) هم نه پېژني داسې فکر کوي چې دی هرڅه دی.
موږ په ډاګه وايو چې زموږ په کلتور، فرهنګ دې ملنډې نه وهل کېږي. زموږ د کلتور اداره دې داسې کس ته په لاس ورکړي چې جوړ وي عصبي او روحي تکليف ونه لري، وکولای شي خبرې درک او لږ ترلږه دا چې له خلکو سره په انساني ژبه تفاهم وکړي.
پای
کابل، میرویس میدان