په څمکنو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ ۲۴ ساعته جګړه پای ته رسېدلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63950
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

چارواکي وايي، د پکتیا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ څلوروېشت ساعته جګړه پای ته رسېدلې. دوی وايي، د دې نښتې په ترځ کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه نښته د شنبې په سهار پيل شوې وه، چې د امنيتي چارواکو په وينا، ۲۴ ساعته يې دوام وکړ. د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د سيمه ييز پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ د څمکنيو ولسوالۍ په منده خېلو کلي کې هغه مهال نښته رامنځ ته شوه، چې وسله والو د سيمه ييزوز پوليسو دوه تنه پوليس له کلي يوړل. عیني شاهدان وايي، چې د افغان امنيتي ځواکونو په ننګه لسګونه کليوال هم راوتي دي او له سيمه ييزو پوليسو سره يې په جګړه کې برخه اخيستې ده. د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي، په دې نښته کې اوه کسه وسله وال طالبان وژل شوي، يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او يو يې ټپي دی. بل لور ته د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په موټرونو وسله والو طالبانو بريد کړی، چې مرګ ژوبله هم لري. امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي، چې په نښته کې درې تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو يې ټپي دی او دغه راز ۴ وسله وال وژل شوي دي. د دې دواړو بريدونو مسوليت وسله والو طالبانو منلی او وايي، چې سيمه ييزو پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې.