د عرب اېتلاف الوتکو یو ځل بیا پر حوثیانو بریدونه پیل کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63952
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

د یمن د پوځ چارواکي او عیني شاهدان وايي چې تر پنځه ورځني اوربند وروسته د سعودي په مشرۍ د عرب اېتلاف الوتکو یو ځل بیا پر حوثیانو بریدونه پیل کړي دي. د عرب اېتلاف الوتکو په سویلي ښار عدن کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي دي. سره له دې چې د یمن ګوندونو د دغه کړکېچ د حل لپاره خبرې پیل کړې؛ خو حوثیانو په خبرو کې له ګډون څخه انکار کړی دی.