داعش ډلې د عراق رومادي ښار نیولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63953
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

د داعش وسله وال د سوریې له پالمیرا ښار څخه په څټ شوي، خو د اعراق رمادي ښار یې نیولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دې ډلې جنګیالیو په وروستیو کې د پالمیرا ښار په شمال کې پرمختګ کړی و. پالمیرا د سوریې یو له تاریخي ښارونو څخه دی چې ګڼ لرغوني اثار په کې دي. په عین حال کې عراقي چارواکو ویلي چې ځواکونه یې له رمادي پر شا شوي او دغه ښار داعش نیولی دی.