د امریکا په تکزاس ایالت کې ۹ تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63954
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

د امریکا په تکزاس ایالت کې د موټر ځغلونې د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې ۹ تنه وژل شوي دي. پولیس وايي نښته د یوه سوداګریز مارکېټ په پارکېنګ کې رامنځته شوې ده. د ویکو ښار د پولیس ویاند ویلي چې نښته له سوک او لغتو پیل شوې، خو وروسته خبره چړو او وسلو ته ورسېده. د پولیس ویاند ویلي چې اته تنه د نښتې په سیمه کې وژل شوي او یوه بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.