مشرانوجرګه: اوس هم نامستحقو کسانو ته سیاسي پاسپورټونه ورکول کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63955
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي لا هم نامستحقو کسانو ته د سیاسي پاسپورټونو وېش روان دی.دوی وايي چې په تېرو ١٤کلونو کې ٤١٤٢ سياسي پاسپورټونه وېشل شوي چې ډيرى يې د سياسي وګړو د دفترونو مشرانو او له هغوى سره تړلو کسانو ته وېشل شوي دي. سناتوران وايي د مشرانو جرګې د نړيوالو اړيکو کمېسيون په دې اړه، څلور ځله د بهرنيو چارو وزارت ته مکتوب استولى او په رسمي ډول يې ددغه وزارت له چارواکو څخه د ځواب غوښتنه کړې ده. خو د دوی په وينا، ددې ترڅنګ چې بهرنيو چارو وزارت هېڅ راز همکاري نه ده کړې، ويلي يې دي چې ولسمشر لارښوونه کړې څو په دې اړه معلومات ورنه کړل شي. د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي تېره مياشت ویلي وو چې په تېرو کلونو کې ٤٦٥٠ تنو ته په ناقانونه توګه سياسي پاسپورټونه وېشل شوي دي.