ای اېس ای د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکي روزي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63956
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

راپورونه وايي چې د افغانستان ملي امنیت د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د هوکړې له مخې به د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکي روزي او تجهیزوي به یې. دغه راز به دواړه امنیتي ادارې د ترهګرۍ په پېښو کې له ښکېلو کسانو څېړنې کوي. ویل کېږي چې دغه هوکړه لیک د افغانستان له لوري د ملي امنیت د عمومي ریاست لومړي مرستیال له پاکستان سره لاسلیک کړی دی. د ولسمشر ویاند اجمل عابدي ویلي چې د استخباراتي معلوماتو اړونده هوکړه نوې خبره نه ده بلکې تر دې وړاندې هم دواړو بنسټونو دغه ډول هوکړې درلودې چې اوس یې ډېر تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې دی.