تازه خبر : په کندهار ښار کې څانمرګی بريد وسو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63957
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

په کندهار ښار کې ځانمرګي بريد څه کم لس تنه ټپيان کړل . بريد نن غرمه مهال د کندهار ښار سردار مدد خان څلور لاري ته نژدې وسو . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کوی او وايې چې په پيښه کې يو شمير کسان ټپيان سوي دي خو نور جزيات وروسته وړاندي کوي ، خو يوه امنتي سرچينه وايې چې د بريد هدف د ولايت مقام د ساتونکو پوليسو قوماندان عصمت افغان وو او هغه ټپي سوی هم دی . روغتون ته تر دې مهاله اووه تنه ټپيان ور وړل سوي دي . نور وروسته