کندهار ښار : ځانمرګي بريد ( ۷ ) تنه ټپيان کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63958
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

په کندهار ښار کې ځانمرګي بريد د دوو پوليسو په ګدون ( ۷ ) تنه ټپيان کړل . بريد نن غرمهال شاوخوا دوه بجې په سردارمدد خان څلور لارې کې د کندهار د والي د دفتر د ساتونکو پوليسو د قوماندان عصمت افغان پر موټريز کاروان وسو . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې په بريد کې عصمت افغان ته زيان نه دی رسيدلی ، خو دوه سرحدي پوليس او پنځه ملکي وګړي ټپيان سوي دي . د بريد ځای د کندهار ښار زړه او د ګڼي ګوڼې څخه ډکه ساحه ده . د بريد مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی او نه يې هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .