عراق د ایران په مرسته له داعش ډلې څخه د رومادي ښار د نیولو هڅه پیل کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63959
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

راپورونه وايي د عراق حکومت له داعش څځه د رمادي ښار د بېرته نيولو لپاره د ايران له ملاتړه برخمنې ملېشې لېږي. ويل کيږي له هغه راهيسې چې حکومتي ځواکونو رمادي ښار پرېښی شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. رمادي ښار د داعش ډلې جنګياليو لاس ته کيوت چې حکومتي ځواکونه له خپلو سنګرونو پر شا شول. راپورونه وايي له څو ورځنيو سختو نښتو وروسته پوليس او سرتيري اړ شول چې غير منظم شاتګ وکړي. رمادي د عراق د تر ټولو ستر ولایت انبار مرکز دی او له پلازمېنې بغداد سره شاوخوا ۱۱۲ کيلو متره واټن لري.