ملي امنیت د آی اېس ای له لوري د افغان استخباراتي مامورینو روزل رد کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63960
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

د ملي امنیت عمومي ریاست هغه راپورنه رد کړل چې وايي له پاکستان سره د شوې استخباراتي هوکړې له مخې به ای اېس ای د ملي امنیت کارکوونکي روزي. د دغه ریاست ویاند حسیب صدیقي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د تفاهم یادښت لاسلیک شوی خو په دې یادښت کې نه دي ویل شوي چې پاکستاني لوری به افغان استخباراتي مامورینو ته روزنه او وسایل ورکوي. صدیقي وویل چې په دغه تفاهملیک کې د ترهګرۍ او نورو ګډو تهدیدونو پر وړاندې د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو تمرکز شوی دی. ده دا هم وویل چې دې ته ورته تفاهملیکونه په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شوي وو خو د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د نشتوالي په وجه یې ګټه ونه کړه.