په خوست کې د ناټو بې پیلوټه الوتکه غورځېدلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63961
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

د خوست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د يعقوبيواو صبريو په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده. د دغه ولايت يوې دولتي سرچينې ویلي چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکه تېر مازديګر ۴ بجې د يادې ولسوالۍ د عُقبۍ په غرنۍ سيمه کې رالوېدلې ده. سرچينې زياته کړه چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله له غره سره جنګېدلې چې په پايله کې يې اور اخيستی او په بشپړ ډول سوځېدلې ده.