روسیې هغه هوکړه لغوه کړې چې د دغه هېواد له لارې به افغانستان ته د ناټو پوځي اکمالات رسېدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63962
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

روسیې د دغه هېواد له لارې په افغانستان کې د ناټو مېشتو ځواکونو ته د پوځي اکمالاتو د رسولو هوکړه لغوه کړې ده. د رشیا ټوډې د راپور له مخې د روسیې لومړي وزیر دیمتري میدویدوف پرون د یوه فرمان په صادرولو سره د روسیې له لارې افغانستان ته د ناټو د پوځي اکمالاتو اړوند پخوانۍ هوکړه لغوه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د لومړي وزیر د دغه فرمان په اړه د ناټو غړو هېوادونو ته معلومات ورکړي. روسیې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له مخې ناټو ته اجازه ورکړې وه چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته خپل پوځي اکمالات وکړي. وروسته په ۲۰۰۸ کال کې هم د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې ناټو د روسیې له لارې افغانستان ته د پوځي اکمالاتو د رسولو اجازه ترلاسه کړه.