ولسمشر غني:د ماليې وزارت تصوير بايد په جدي توګه بدلون ومومي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63963
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

ولسمشر اشرف غني د ماليې وزارت د لومړنيو سلو ورځو پلان د څېړلو سربېره ويلي چې د هېواد په مالي سيستم کې اصلاحات اړين دي.د ولسمشرۍ رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه موضوع پرون د ماليې وزارت له چارواکو سره په ارګ کې مطرح شوه.د يادې ناستې په پيل کې د ماليې وزير اکليل حکيمي په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول د پاليسۍ په چارو، بودجې، خزانو، عوايد، ګمرکاتو، بېمه چارو، بشري سرچينو او مالي او اداري چارو په برخو کې د لومړنيو سل ورځو پلان وړاندې کړ.ولسمشر له دغه پروګرام څخه د ستاينې ترڅنګ ويلي، خلکو ته دغه موضوع بايد روښانه شي چې د هېواد له مالي نظام پرته د افغانستان راتلونکي نسلونه پر پښو نه شي درېدلى. هغه زياته کړې چې پر ځان د بساينې موضوع بايد په جدي توګه، خو په عامه او څرګندو ټکو کې مطرح شي.ولسمشر زياته کړې: "د ماليې وزارت تصوير بايد په جدي ډول بدلون ومومي او دغه راز بايد خلک پر دې وپوهول شي چې په مالي سيستم کې اصلاحات يوازې د عوايد د پراختيا او ودې لپاره نه، بلکې د پانګونې د پراختيا لپاره هم اړين دي. "