حامد کرزی په کابل کې د ماشومانو له روزنتون سره مرسته کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63964
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-18

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو روزنتون له چارواکو او ماشومانو سره د ليدنې پر مهال ژمنه کړې چې د دغه بنسټ د ښوونې او روزنې په برخه کې همکاري کوي.دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې چې پرون د حامد کرزي له دفتره خپره شوې راغلې دي. د خبرپاڼې له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې د ماشومانو د روزنتون له چارواکو او د دغه بنسټ له يو شمېر ماشومانو سره وليدل.په ياده ليدنه کې د ماشومانو د روزنتون مشر محمد ابراهيم رهين د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه پخواني ولسمشر ته معلومات ورکړل.د سرچيني په حواله، وروسته حامد کرزي د ياد بنسټ له چارواکو او ماشومانو سره ژمنه وکړه چې د يادو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې همکاري کوي.دغه راز د يوې بلې خبرپاڼې له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د ملي تحريک ګوند د مشر محمد اسماعيل يون د مور په فاتحه کې چې د کابل د عيدګاه جومات کې اخيستل کېده ګډون وکړ.