په کابل کې پروني ځانمرګي برید ۶ کسان وژلي او تر ۲۴ نور ټپیان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63970
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-19

چارواکي وايي چې په کابل ښار کې پروني ځانمرګي برید لږ تر لږه ۶ کسان وژلي او شاوخوا ۴۲ نور یې ټپیان کړي دي. دغه ځانمرګی بريد پرون مازدیګر (د غويي ۲۹مه) د عدليې وزارت د موټرو په پارکینګ کې د یوه کرولا موټر په وسیله شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي رسنیو ته ويلي چې په یاد برید کې ۶ کسان ځای پر ځای وژل شوي دي. په همدې حال کې د عامې روغتیا د وزارت ویاند اسماعیل کهوسي ویلي چې د کابل ښار بېلابېلو روغتونو ته ۴۲ ټپیان رسول شوي دي. د ده په وینا، ځیني کسان یوازې د شیشو په ټوټو برسېرن ټپیان دي.د چاودنې پر مهال چې څلور بجې وشوه، مامورین تازه رخصت شوي وو او په پارکینګ کې بسونو او موټرو ته ختل.د عدلیې وزارت په داسې سیمه کې موقعیت لري چې شاوخوا یې زیاته ګڼه ګوڼه ده او د وزارت چاپېره لوړې ودانۍ او دوکانونه شتون لري.د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس یوه خبریال چې د پېښې سیمې ته تللی ويلي چې د شاوخوا ګڼو ودانیو شیشې او حتا کړکۍ ماتې شوې او له دې د ځانمرګي په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو قوت او زیاتوالی څرګندېږي.طالبانو د پروني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دي.طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي چې د کابل پرونی برید دوی کړی او ګڼ څارنوالان په کې وژل شوي دي.هغه زیاته کړې چې دغه ډول نور بریدونه به هم ترسره کړي.