امریکایي محکمه: پر ګوګل د اسلام ضد فلم د خپرولو بندیز دې له منځه یوړل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63971
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-19

د امریکا په سن فرانسیسکو کې یوې محکمې ویلي پر ګوګل د اسلام ضد فلم د خپرولو بندیز دې له منځه یوړل شي. دغه فلم چې (د مسلمانانو بې ګناهي) نومول شوی په ۲۰۱۲ کال کې له خپرېدو وروسته په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي و. تر دې مخکې تېر کال د امریکا یوې بلې ایالتي محکمې امر کړی و چې ګوګل باید دغه لانجمن فلم، چې د اسلام د ستر پیغمر پر ضد جوړ شوی، له خپلې پاڼې لرې کړي. د فلم لوبغاړې سینډي لي ګارسیا ویلي وو نوموړې په تېروتنه په دغه فلم کې رول لوبولی او وروسته ورته د مرګ ګواښونه شوي دي.