داعش ډلې د عراق په رومادي ښار کې د خپلو مورچلو پر ټینګولو پيل کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63972
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-19

داعش د عراق د رمادي ښار تر نیولو وروسته په دغه ښار کې د خپلو مورچو پر ټینګولو پيل کړی، خو له بل لوري بیا د ایران له ملاتړ برخمن زرګونه مېلشه ځواکونه د دغه ښار په ختیځ کې د ښار د نیولو لپاره چمتوالی نیسي. د ښار اوسېدونکو ویلي چې دداعش جنګیالي په ښار کې مورچې جوړوي او ماینونه خښوي. دوی دغه راز ویلي چې د داعش جنګیالي د حکومت پلو کسانو د نیولو په لټه کې دي. د داعش وسله والو د رمادي تر نیولو وروسته د دغه ښار له زندان څخه زندانیان هم ازاد کړي دي.