حکمت کرزی: د سیمې په ثبات او امنیت کې د شانګهای سازمان رول مهم دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63973
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-19

بهرنیو چارو وزارت د شانګهای د همکاریو له سازمان سره له ترهګرۍ، بېلتون پالنې او بنسټپالنې سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ پروتوکول لاسلیک کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د سیمې په ثبات او امنیت کې د شانګهای سازمان رول مهم او له افغانستان سره یې د دغه سازمان د همکاریو پروټوکول د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ارزښتمن بللی دی. کرزي هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به افغانستان د دغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی.