ولسمشر غني د روسیې د کورنیو چارو له وزیر سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63974
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-19

روسیې او افغانستان ترهرګري د نړۍ لپاره ستر خطر ګڼلی او د هغه پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې ولسمشر اشرف غني د روسیې د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ له یوه لوړ پوړي پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د مرستو د پراختیا او له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخه کې د روسیې د مرستو په اړه بحث وکړ. د ولسمشرۍ په خپرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني او د روسیې د کورنیو چارو وزیر ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره لوی خطر وګاڼه او له دغې پدیدې سره د مبارزې په لاره کې یې پر ګډه همکاري ټینګار وکړ. روسیه وېره لري چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالۍ به د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې تر دغه هېواده ورسېږي.