د بشري منابع پخوانی رییس د فساد په تور ممنوع الخروج اعلان شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63984
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-20

د ملي یووالي د حکومت سرچینې وايي چې د بهرنیو چارو وزارت د بشري منابع پخوانی رییس د فساد په تور ممنوع الخروج اعلان شوی دی. سرچینو ویلي چې دغه کس تازه د کاناډا په ونکور کې د افغانستان د جنرال قنسل په توګه ټاکل شوی و. د کابل د هوايي ډګر پولیسو ویلي دری ورځې وړاندې چې دغه دیپلومات غوښتل له هېواده ووځي، د هغه مخه یې نیولې ده. سرچینې ویلي چې په ونکور کې د افغانستان جنرال قنسل په فساد تور دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې د دغه دیپلومات سفر په ونکور کې د افغانستان د قنسلګرۍ د تړل کېدو له کبله ځنډېدلی او د فساد تور بې بنسټه دی.