سي آی اې د اسامه بن لادن له کوره تر لاسه شوی اسناد خپاره کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63985
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-20

د امریکا استخباراتي ادارو یو لړ هغه اسناد خپاره کړي چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن له کور څخه ترلاسه شوي وو. په دغو اسنادو کې یو شمېر هغه کتابونه او مقالې هم شاملې دي چې بن لادن مطالعه کولې. دغه راز د هغه لیکونه او د القاعدې د غړیتوب غوښتنې هم په کې شته. په یوه لیک کې بن لادن له خپل مرستیال څخه غوښتنه کړې چې له امریکا سره پر مبارزې تمرکز وکړي او خپل ځواک له سیمه ییزو ځواکونو سره پر جګړو ضایع نه کړي.